اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د جمهوريه چېك وسله وال ځواك چيف آف جنرل سټاف جوزف بيكوار د نهې په ورځ د پوځ په مركزي دفتر كښې ليدلي۔په دې موقع د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال٬د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستې ته په وده وركولو خبرې شوې۔د آئي اېس پي آر له لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمهوريه چېك وسله وال ځواك چيف آف جنرل سټاف په ضرب عضب عملياتو كښې كاميابۍ وستائېلې او په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان قربانيو ته پېرزوينه وړاندې كړه۔د دې څخه وړاندې د پوځ مركزي دفتر ته په رسېدو د پاك پوځ چټك ډلې د جمهوريه چېك وسله وال ځواك چيف آف سټاف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔جنرل جوزف بيكوار د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔