د پاك چین د سفارتي اړيكو 65 كلونه د دواړو هېوادونو د قوي ملګرتيا عكاسي كوي

بیجنګ 22 مئي (اے پي پي) په چين كښې دپاكستان سفیر مسعود خالد وئيلي دې چې د پاك چین د سفارتي اړيكو 65 كلونه د دواړو هېوادونو د قوي ملګرتيا عكاسي كوي٬ دواړه هېوادونه په شريك باوراو عزم بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركوي۔ ” اے پي پي ” سره خپله خاص مركه كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه د سفارتي اړيكو 65مه كليزه لمانځي او دا د دواړو هېوادونو د قوي اريكو عكاسي ده ۔