د پاك چين اقتصادې لارې منصوبه به پاكستان د اسياء د ازمري جوړولو خوب رښتيا كړي

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) په پاکستان كښې د چین سفیر سن وي ډونګ وئيلي دي چې د پاك چين اقتصادې لارې منصوبه به پاكستان د اسياء د ازمري جوړولو خوب رښتيا كړي٬ د لمر٬ سكرو او اوبو څخه د برېښنا لپاره پلانټس لګولې شي٬ كوم چې به د توان بحران مخنيوي كښې مرستيال وګرځي٬ شريك صنعتي اشتراك سره به دواړو هېوادونه د دې جوګه شي چې خپل مصنوعات به نورو هېوادونو ته ولېږلې شي٬ د چين اولس مشر لخوا تېر كال د پاكستان دورې نه پس په سي پېك منصوبه په تندۍ سره عمل درآمد روان دے٬ توان٬ انفراسټركچر ٬ ګوادر پورټ او صنعتي مرسته د سي پيك منصوبې مهمې برخې دي٬ راتلونكي كښې به د دې منصوبې نه نورې كاميابۍ هم ترلاسه شي۔ د چين سفير دا خبرې د پاك چين اړيكو 65مې كليزې په موقع اے پي پي ٬ پي ټي وي او راډيو پاكستان سره شريكه مركه كښې وكړې۔ ده ووئيل دا منصوبه به د دواړو هېوادونو د اړيكو تاريخ لپاره سنګ ميل وګرځي