د وزيراعظم په مشرۍ كښې مو د توان ستونزې هوارولو له شپه او ورځ يوه كړې۔ ټول هېواد كښې د برېښنا په منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ ۔ شهباز شريف

لاهور۔29 مئی(اے پی پی ) د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شريف وئيلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې مو د توان كمي ستونزې هوارولو له شپه او ورځ يوه كړې۔ په ټول هېواد كښې د برېښنا په منصوبو په تندۍ سره كار روان دے۔ خپلو ګټو لپاره د منصوبو په لاره كښې خنډان ولاړونكي د اولس د خوشحالۍ دښمنان دي۔ د چائنه اكنامك كورېډور تر سېوري لاندې 34 ارب ډالر د توان منصوبو له بېل كړې شوي دي۔ حكومت د توان بحران خاتمې له جدي دے او دې مقصد لپاره هر ضروري ګام پورته وي۔ او راروانو دوه كلونو كښې به د توان يو شمېر منصوبو بشپړ كېدو سره د زرګونو مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔