د مېرمنو ديارلسم قامي بېس بال چېمپئن شپ (نن) پېل كېږي

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي)د پاکستان بېس بال فېډرېشن (پي بي اېف) تر سېوري لاندې د مېرمنو ديارلسم قامي بېس بال چېمپئن شپ (نن) د شورو په ورځ پېل كېږي۔تېره ورځ د پي بي اېف صدر لاهور كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل په چېمپئن شپ كښې به د ټاپ نوموړي لوبډلې ټائټل لپاره د ښه كاركردګۍ څرګندونه كول وي ۔ په چېمپئن شپ چېمپئن شپ كښې به د پاکستان آرمي، لوړو زده كړو كمېسون ، پنجاب، اسلام آباد، بلوچستان، سندھ، خېبرپښتونخوا او فاټا لوبډلې برخه اخلي۔په دې چېمپئن شپ كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه به د 25 لوبغاړو ټاكنه كولې شي او ھغوې به كېمپ ته بللې شي