د مصرۍ الوتكې د پېښې ذمه واری داعش واخسته

قاهرہ 20 مئی (اے پی پی) د مصرۍ الوتكې د پېښې ذمه واري ترهه ګرې ډلې داعش پغاړه اخستې ده۔ د مصر اے320 د مسافرو الوتكه د پیرس نه قاهرې ته روانه وه كومه چې د زيارت پھ ورځ بحیرہ روم كښې بې دركه شوې وه۔ دې نه وړاندې د مصر د ټرانسپورټ وزير اعلان کړې وو چې د دې خبرې قوي امکان رد كيدې نه شي چې الوتكه ترهه ګرو پھ نښه كړې وي ۔ ده ووئيل تر څو چې د الوتكې صورت حال پھ بشپړه توګه پھ ډاګه شوې نه وي هغه به بې دركه ګڼلې شي ۔ پھ دې الوتكه كښې په مجموعی توګھ 66 كسان ناست وو چې پكښې 30 د مصر ، 15 د فرانس ، 2 د عراق او د کویت، سعودی ، سوډان، چاډ، الجزائر او كاناډا يو يو مسافر شامل دے۔