د صوبو ترمېنځه په پاكستان كركټ جام كښې د خېبر پښتونخوا لوبغاړي احمد شهزاد زياتې منډې جوړې كړې دې

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د صوبو ترمېنځه په پاكستان كركټ جام كښې د خېبر پښتونخوا لوبغاړي احمد شهزاد زياتې منډې جوړې كړې دې او د سندھ محمد عامر زيات لوبغاړي سوځولي۔ د خبر له مخې احمد شهزاد په 5 سيالو كښې د 74.40 په اوسط سره 372 رنزونه جوړ كړي٬ دغسې په دويم لمبر هم د خېبر پښتونخوا لوبغاړي فخر زمان 297 منډې جوړې كړي