د شکیل آپریدی د قسمت پريكړه به د پاکستان حکومت او عدالتونه كوي

اسلام آباد 02 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي د شکیل آپریدی د قسمت پريكړه به د پاکستان حکومت او عدالتونه كوي ، ډونلډ ټرمپ كه د امریکې اولس مشر هم وټاكلې شي نو د پريكړې كولو مجاز نه دے۔ د ګل په ورځ جارې شوي بیان كښې د كورنيو چارو وزير د ډونلډ ټرمپ فاکس نیوز سره په مركه د غبرګون په توګھ ووئيل شکیل آپریدے پاکستان وګړے دے او د هغه د سباؤن د پريكړې حق كوم بل څوك نه لرې