د داخله وزير او د پنجاب اعلی وزير د پوځ سرلښكر سره ملاقات د معمول ترمخه ؤ۔ د ملاقات په اړه د غېر ضروري پروپېګنډو څخه بايد ډده وكړې شي۔ د داخله وزارت وياند

اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د داخله وزارت وياند وئيلي دي د داخله وزير چوهدري نثار علي خان او د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شريف د پوځ سرلښكر سره ملاقات نه خو خفيه ؤ او نه غېر معمولي۔ د داخله وزارت وياند د اتوار په ورځ بيان كښې وئيلي چې دا ملاقات د معمول ترمخه ؤ او پرون د ورځې 11 بجې آرمي هاؤس كښې وشو۔ ملاقات كښې بلوچستان كښې په شوې ډرون بريد ٬ د نېشنل اېكشن پلان په مهمو چارو او د پاكستان د امنيت په مجموعي چارو خبرې اترې وشوې۔