د بنګله دېش جماعت اسلامي لارښود مطيع الرحمان د اعدام كولو د غندنې قرارداد منظور كړے شو

اسلام آباد ۔ 11 مئی (اے پی پی) قامی اسمبلۍ د بنګله دېش حكومت لخوا د جماعت اسلامي لارښود او پخواني وزير مطيع الرحمان نظامي ته د اعدام سزا وركولو په سختو ټكو غندنه كولو سره حكومت ٬ نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه كړې چې هغوي دې په دې معامله د بنګله دېش حكومت سره خبره وكړي او د بشري حقونو د دې خلاف ورزۍ دې سخت خبر واخلي۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن قرارداد وړاندې كړو چې دا يوان د جماعت اسلامي د لارښود په اعدام كېدو سخته اندېښنه څرګندوي او غندنه ئې كوي۔