د انګلېستان كركټ ښځينه لوبډله به سږ كال اكتوبر كښې وېسټ انډيز ته ځي

لندن 11 مئي (اے پي پي) د انګلېستان د كركټ ښځينه لوبډله به سږ كال اكتوبر كښې وېسټ انډيز ته ځي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد پنځه يو ورځني مېچونه لوبوي۔ د كرڼلار له مخې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ون ډے سېريز وړومبې مېچ به د اكتوبر په 8مه نېټه ٬ دويم به د اكتوبر په10٬ دريم به په 14مه ٬ څلورم به 16 او پنځم مېچ به د اكتوبر په 19مه نېټه كېږي۔۔