د انګلستان دورې تيارۍ٬ انضمام په تربيتي كېمپ كښې د لوبغاړو د كاركردګۍ جاج واخستو

اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د انګلستان دورې تيارۍ لپاره په قذافي سټېډيم كښې د كركټ د قومي لوبډلې تربيتي كمېپ په دويم سېشن كښې چيف سلېكټر انضمام الحق د لوبغاړو د كاركردګۍ جاج واخستو۔ په دې موقع د لوبغاړو د بېټنګ ٬ باولنګ او فليډنګ د صلاحيتونو جاج واخستلې شو۔ په دې موقع چيف سلېكټر انضمام الحق د لوبډلې مېنجر انتخاب عالم سره د لوبغاړو د كاركردګۍ نه ځان خبر كړو