د امنيتي اندېښنو په سوب په درې مياشتو كښې 421 مېليونه ډالره زيان شوے۔ترك ايئرلائن

استنبول 12 مئي(اے پي پي) د ترکیې قامې اېئرلائن وئيلي دې د امنيتي اندېښنو په سوب په درې مياشتو كښې 421 مېليونه ډالره زيان رارسېدلې ۔د جاري شوې خبر پاڼې له مخې د درې مياشتو آمدن 2.188 اربه ډالره ٶ كوم چې د كال 2015 په دومره موده كښې 1.4 فيصده كم شوے او په مجموعي توګه ادارې ته 421 مېليونه ډالره زيان رسېدلې چې سوب ئې امنيتي ستونزې ګرځولې شوي