د افغانستان بغلان ولايت كښې 15 مزدوران تښتولې شوې٬ تښتوونكو 11 ګاډي هم د ځان سره بوتللې

کابل ۔ 9 مئی (اے پی پی) د افغانستان بغلان ولايت كښې نامعلومه وسله والو 15 كان كندونكي مظدوران تښتولي دې ۔ د صوبائي حكومت وياند محمد حاكمل وئيلي د تښتولې شوي كسانو راخوشې كولو له عمليات روانې دي۔ د افغان چارواكو له مخې وسله والو د بغلان ولايت سركاري كان كندونكو په دفتر بريد وكړو او 15 كسان ئې وتښتول۔ دوئي ځان سره د دفتر 11 ګاډي هم په مخه بوتلي دي ۔