حکومت به ټولې انجونې د بوکو حرام نه راخلاصوې ، بحاری

اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د نائیجیریا اولس مشر محمد بحاری وئيلي دې زمونږ حکومت به ټولې انجونې د بوکو حرام د قبضې څخه راخلاصوې او دې لپاره پوځ ته د چمتوالي نيولې كېدو وئيلي شوي۔ اولس مشر دا خبره د ترهه ګر تنظیم بوکو حرام قبضې څخه راتښتيدلي امینه علی سره د ملاقات نه پس وكړه ۔بوکو حرام دوه كاله وړاندې چې كومې 219 انجونې تښتولې وي امینه هم په هغوې كښې يوه وه۔