حکومت اقتصادی بحالۍ، ماس ټرانزټ نظام او د اولسي ښېګړې پروژو ته پام لرنه كوي

اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي حکومت اقتصادی بحالۍ له د هڅو سره سره ماس ټرانزټ نظام او د صحت او تعلیم پشمول د اولسي ښېګړو پروژو ته پام لرنه كوي۔ ده دا خبره تيره ورځ ایوان صدر كښې د لاهور چیمبرآف کامرس اینډ انډسټری اچیومنټ ایوارډز وېشلو دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل لاهور او اسلام آباد كښې میټرو بس سروس جوړيدو نه پس ملتان او کراچۍ كښې هم په نوې ماس ټرانزټ پروژو كار روان دے۔ اولس مشر ووئيل د حکومت ښه اقتصادی پالیسیو په سوب د هيواد وضعه ښه كېږي