حكومت مخالفې ډلې سره په ټي او آرز بشپړه مرسته كوي

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ماروي مېمن وئيلي دي چې حكومت مخالفې ډلې سره په ټي او آرز بشپړه مرسته كوي٬ د پارلماني كمېټې به پوره مرسته كولې شي٬ بايد اپوزيشن په مخلصو هڅو د تنقيد په ځائ پرمختيائي پروګرام ته پام وكړي۔ د اتوار په ورځ د ټھټھ او چوهر جمالي د دورې په موقع د سيمې مشرانو سره په خبرو كښې ماروي مېمن ووئيل چې اوسني حكومت د اولس خېر ښېګړې لپاره هڅې كړې دي او د خپلې كاركردګې په بنياد به په راتلونكو ټولټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔