او آئي سي دې د كشمير كشالې پشمول اسلامي نړۍ ته د پېښو ستونزو هواري لپاره زورور غږ پورته كړي

اسلام آباد 10مئي(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې د اسلامې هيوادونو د مرستې تنظيم او آئي سي دې د كشمير كشالې پشمول اسلامي نړۍ ته د پېښو ستونزو هواري لپاره زورور غږ پورته كړي ٬ د كشميري اولس هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشاله هوارول ضروري دي۔ اولس مشر دا خبرې جمو و كشمير لپاره د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د عمومي سېكتر خاص استازي عبداللہ بن عبدالرحمن بن بکر عالم سره په ملاقات كښې وكړې ھغه اولس مشر سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔