اولس كښې د زړه رنځ پحقله شعور پېدا كولو لپاره كوټلې او په زړه پورې پلان ته اړتيا ده

اسلام آباد 10 مئي(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د زړه رنځ پشمول د روغتيا په آسانيو او معيار ټينګار كولو سره وئيلې دې په اولس كښې د زړه رنځ پحقله شعور پېدا كولو لپاره كوټلې او په زړه پورې پلان ته اړتيا ده ۔ ده دا خبرې د پاكستان نېشنل هارټ اېسوسي اېشن چيئرمېن (پناه) مېجر جنرال (ر) مسعود الرحمان كياني سره ملاقات كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر ممنون حسېن سره ملاقات كولو