امريكا به د ترهګرو په ضد كاروائيو لپاره خپل پوځ سېنيګال ته لېږي

ډاكار 04 مئي (اے پي پي) امريكا به د ترهګرو په ضد كاروائيو لپاره خپل پوځ سېنيګال ته لېږي۔ د سېنيګال ځائي مېډيا له مخې په پايه تخت سېنيګال كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال د سېنيګال د بهرنيو چارو وزير ينډيك ينكر ووئيل چې امريكا به ډېر زر د ترهګرو په ضد كارروائيو لپاره خپل پوځ سېنيګال ته راولېږي۔ ده ووئيل چې امريكا په اول ځل په خط استوا كوم افريقائي هېواد ته خپل پوځ رالېږي او دې سره به زمونږ دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي