افغانستان كښې د مائن په چاؤدنه د يوې كورنۍ 11 كسان مړه شول

کابل 20 مئی (اے پی پی) د افغانستان قطبې سيمه كښې د مائن په چاؤدنه د يوې كورنۍ 11 كسان مړه شوي دې ۔ ځائي پولیس وياند جاوید بشارت له مخې په مړو شويو كښې 5 ماشومان ، 2 ميرمنې او 4 نارينه شامل دي ۔ 3 نور ماشومان هم چاؤدنه كښې ژوبل شوي ۔ دا پېښه د زيارت پھ ورځ د بغلان ولايت بغلانِ جدید ولسوالۍ كښې رامخې ته شوي ده ۔ د بغلان جدید امنيتي ځواكونو او طالبانو ترميينځه په يوه پوځي اډا جهګړه هم روانه ده