په ګوئټے مالا كښې د زمكې ښوئېدنې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 15 ژوبل شوي

ګوئټے مالا سټي 28 اپرېل (اے پي پي) په ګوئټے مالا كښې د زمكې ښوئېدنې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 15 ژوبل شوي دي۔ د ګوئټے مالا د ډيزاسټر مېنجمنټ قومي ادارې وياند له مخې د پايه تخت ګوئټے مالا سټي په يوه لرې پرته سيمه كښې د زمكې ښوئېدنې په نتيجه كښې ګڼ مشېر كورونه تباه شوي دي