په سعودي عرب كښې 11 كسانو اسلام قبول كړو

رياض 23 اپرېل (اے پي پي) په سعودي عرب كښې 11 كسان د اسلامي تعليماتو څخه متاثره كېدو سره اسلام قبول كړے۔د العربيه ټي وي له مخې دغو غېر ملكيانو د سعودي عرب پايه تخت رياض البديعه كالوني كښې د اسلام اعتدال خوښي تعليماتو ودې نمائش په موقع اسلام قبول كړے دغسې دې كسانو د سعودي مذهبي پوليس چيف ډاكټر عبدالرحمان بن عبدالله السند په لاس اسلام قبول كړو۔نوي مسلمان شويو كسانو سره پھ خپلو خبرو كښې ډاكټر السند ووئيل چې مونږ په اسلام قبلولو دوي ته مباركي وركوو۔ ده د نويو مسلمان شويو كسانو استقامت او په دين حق قائم پاتې كېدو له خاص دعا هم وكړه