پاکستان سري لنکا سره د ملګرتيا خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاکستان سري لنکا سره د ملګرتيا خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د سري لنكا مرسته به روانه ساتلې شي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خاص توګه د معيشت په څانګه كښې د اړيكو ودې ته اړتيا ده۔ اولس مشر دا خبرې د سري لنكا سپيكر کاروجے سوریا سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې خپل پلاوي سره د زيارت په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو