پاناما ليكس كښې په ما كوم تور نه دې لګېدلې۔وزيراعظم محمد نواز شريف

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي د خپل خدائے په فضل او د قام په دعاګانو ښه شوے يم٬ پاناما ليكس كښې په ما كوم تور نه دې لګېدلې٬ كمېسون به ډېر زر جوړ كړې شي٬بايد د سېلاب په نامه د چنده جمع كوٶنكو احتساب وكړې شي٬زياتره اولس هېواد كښې امن٬ سلامتيا او پرمختګ غواړي٬ بايد مونږ د هېواد خوشحالۍ ته اوګورو۔ لندن نه وطن ته د راروانېدو څخه وړاندې خبريالانو سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل زما كورنۍ د كال 1972 نه ستونزو سره مخ ده٬ ذوالفقارعلي بهټو زمونږ صنعتونه قامي كړي وو