وزيراعظم محمد نواز شريف په پاناما ليكس پلټنو لپاره د كمېسون جوړولو لپاره چيف جسټس ته د خط ليكلو اعلان وكړو

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف په د پاناما ليكس په حقله يو ځل بيا خپل ځان او ټوله كورنۍ احتساب لپاره د وړاندې كولو پرېكره كولو سره چيف جسټس ته د خط ليكلو اعلان كړے دے٬ اوس به چيف جسټس ته د پلټنو كمېسون جوړولو لپاره ليكلے شي او زه به د دې كمېسون وړاندېزونه قبلوم۔ وزيراعظم دا اعلان د جمعې په ورځ قام ته د پي ټي وي د لارې خپله وېنا كښې وكړو۔