وزيراعظم محمد نواز شريف به د اپرېل په 28مه نېټه د هزاره موټروے فيز II او په اوګي كښې د سوئي ګاز پروژې پرانسته كوي۔سردار محمد يوسف

مانسهره 24 اپرېل (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف د اپرېل په 28مه نېټه د هزاره موټروے فيز II پروژې او په د اوګي تحصيل كښې د سوئي ګاز پروژې پرانسته كوي او د هزاره پوهنتون په ګراؤنډ كښې اولسي غونډې ته خطاب هم كوي۔ده اوګي ميلاد چوك كښې اولسي اجتماع ته خطاب كولو۔پھ دې موقع د مسلم ليګ(ن)غړو د قامي اسمبلۍ غړي كېپټن(ر)صفدر٬سرزمين خان٬نواز خان او د مانسهره ضلع ناظم سيد غلام هم خطاب وكړو ۔ اجتماع ته خپل خطاب كښې د قامي اسمبلۍ غړي كېپټن(ر)محمد صفدر ووئيل چې موجوده وفاقي حكومت هزاره كښې په اربونو روپۍ مېګا پراجېكټس پېل كړي۔كوم خلك چې تورنه لګولو سره خنډان راولاړوي هغه د هېواد او اولس دښمنان دې۔د پاناما ليكس پھ معامله حكومت سپريم كورټ ته خط ليكلے۔وفاقي وزير اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د هزارې تعمير او پرمختګ كښې خاص خوښي لري