هېواد دښمنه عناصر د پاكستان په ضد سازشونه كوي

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) منېجنګ ډائريكټر او د نېشنل كونسل آف رائترز پاكستان چيئرمېن مسعود احمد ملك وئيلي دي د پاكستان جوړېدو څخه تر دې دمه د هېواد دښمنه عناصر د پاكستان په ضد سازشونو كښې بوخت دي۔ د ترهه ګرۍ دلارې د هېواد كمزورې كولو سازشونه روان دي۔ د هېواد سلامتيا ٬ استحكام او بقاﺀ لپاره د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو له به خپل مثبت كردار ترسره كول وي۔ نوے نسل د علامه اقبال او نورو نوموړو شخصياتو په پېغام عمل كولو سره د پېښو چېلنجونو مقابله كولې شي۔ خپل نوموړي لارښود ياد ساتونكي قامونه د پرمختګ بام ته رسېدلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه مسعود احمد ملك د شورؤ په ورځ د اقبال فكر او نوي نسل په سرخط سمينار او مشاعرې ته خطاب كښې وكړه