قبائېلي سيمو سره تعلق لرونكي 2 لكه 86 زره كډوال خپلو كورونو ته ستانه شوي

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)راډيو پاكستان د فاټا ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي په اړه وئېلي دي چې قبائېلي سيمو سره تعلق لرونكي 2 لكه 86 زره كډوال خپلو كورونو ته ستانه شوي۔چارواكو له مخې 86 زره 500 كسان خېبرايجنسۍ٬ 78 زره باجوړ او 37 زره كسان شمالي وزيرستان ته ستانه شوي۔60 زره كسام مومند ايجنسۍ٬ 20 زره 200 كسان اوركزئي ايجنسۍ او 16 زره 100 كسان كرم ايجنسۍ كښې خپلو كورونو ته ستانه شوي۔د وفاقي حكومت لخوا يوې كورنۍ له 35 زره روپۍ مالي معاونت او د 6 مياشتو راشن هم وركړې شوې