د پاك چين اقتصادي لارې نه به تر ټولو زياته ګټه بلوچستان ته ورسي

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دې د پاك چين اقتصادي لارې نه به تر ټولو زياته ګټه بلوچستان ته ورسي٬ د صوبې د اولس سماجي او اقتصادي ښه والي ته پام لرنه كوٶ۔وزيراعظم دا خبرې د بلوچستان اعلٰې وزير سردار ثناء اﷲ خان زهري سره كړې چا چې د ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كولو