د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سوئېلي وزيرستان ايجنسۍ ته لاړو

پېنډۍ 18 اپرېل (اے پي پي ) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سوئېلي وزيرستان ايجنسۍ ته لاړو او پاك افغان پولې سره نزدې شوال كښې د ترهه ګرۍ په ضد حتمي پړاؤ ته د رسېدونكيو عملياتو د چارو ئې جاج واخست۔آئي اېس پي آر له مخې د ګل په ورځ سرلښكر د ترهه ګرو په ضد عملياتو كښې برخه اخستونكو پوځي ځوانانو سره ورځ تېره كړه۔فارمېشن كمانډر سرلښكر ته تراوسه د كاميابو عملياتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو