د پاكستان د استحكام او پرمختګ په لار كښې د خنډ پېدا كولو اجازه به چاته ورنه كړو

اسلام آباد21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د پاكستان د استحكام او پرمختګ په لار كښې د خنډ پېدا كولو اجازه به چاته ورنه كړو٬درې كاله وړاندې پاكستان د تيارو څخه ويستلو ٬ خراب معيشت سنبالولو او د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د پیدا شويو خرابو لرې كولو له چې كوم عمل پېل كړی شوې هغه به هم هغسې روان ساتلې شي٬عدم استحكام پیدا كونكي او د اولسي پرمختګ او څوكالۍ لاره مخ نيوي كونكي په تېر وخت كښې هم ناكامه وو او په سباؤن كښې به هم بريالي نه شي٬د لوي څښتن په فضل زمونږ لمن پاكه ده٬ په تېر وخت كښې هم په انتقامي احتساب كښې بريالي شوي وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د وفاقي وزيرانو٬سلاكارانو او خاص مرستيالانو يوې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔