د نشه اي توكو مخنيوي له نړيوالو هڅو او مرستې ته اړتيا ده

نیویارك 20 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې د هر ډول نشه اي توكو مخنيوي له نړيوالو هڅو او مرستې ته اړتيا ده ٬ پاکستان د نشه اي توكو لعنت مخنيوي له كوټلې قانوني پاليسي او انتظامي ډهانچه جوړه كړې٬ د پېداواري هېوادونو٬ ټرانزټ هېوادونو او ځپليو هېوادونو كښې د نشه اي توكو محركات د مختلف نوعيت دي٬ دوه هېوادونو يا د منطقې ماحول يو ډول نه وي او د ټولو يو ډول حل هم نشي كېدې٬ د نشه اي توكو لعنت كه ھغه په هر شكل كښې ولې نه وي ٬ مقابلې له به نړيوالې ورورولۍ له لا هڅې كول وي