د ماحولياتي بدلون خراب اثرات مخنيوي له پاكستان خپل اداره جاتي ساخت قوي كوي٬پاكستان به د ماحولياتي بدلون كونسل او ماحولياتي بدلون اداره جوړوي٬ماحولياتي بدلون مخنيوي هلو ځلو په لړ كښې د وفاقي بجټ 5 فيصده بيل كړې شوے٬اقتصادي پرمختګ ته پاكستان پام لرنه كوي۔د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې په پېرس ماحولياتي لوظ نامه لاس ليك نه پس خطاب

نيويارك 23 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې ماحولياتي بدلون خراب اثرات مخنيوي له پاكستان خپل اداره جاتي ساخت قوي كوي۔ده دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې په پېرس ماحولياتي لوظ نامه لاس ليك نه پس خپل خطاب كښې كړي۔داخله وزير ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې نړيوال درجه حرارت كښې د زياتوالي او د ماحولياتي بدلون خراب اثراتو سره مخ دي٬د دې اثرات مخنيوي له به پاكستان د ماحولياتي بدلون كونسل او ماحولياتي بدلون اداره جوړوي٬ماحولياتي بدلون مخنيوي هلو ځلو په لړ كښې د وفاقي بجټ 5 فيصده بيل كړې شوے۔دې سره سره نور ګامونه هم پورته كولې كېږي۔داخله وزير ووئيل چې پرمختللي هېوادونو كښې د ماحولياتي بدلون مخنيوي له مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده۔په نړيواله كچه د دې بدلونونو مخنيوي له په كهربونو ډالرو ته اړتيا ده بايد په دې كښې يوه لويه برخه پرمختللي هېوادونو كښې خرڅ كړے شي ځكه چې دغه هېوادونو كښې د ماحولياتي بدلون څخه پېدا كېدونكې ستونزې او نورې مسئلې زياتې دي۔په دې لړ كښې د پرمختللي هېوادونو لخوا د 100 اربه ډالره هدف ترلاسه كول د اهميت وړ دې٬د ماحولياتي بدلون په لوظنامه 175 هېوادونو لاس ليك كړے٬په تاريخ كښې په وړومبي ځل په كومه لوظ نامه دومره زيات شمېره كښې لاس ليك شوے۔داخله وزير چوهدري نثار په لوظ نامه لاس ليك تاريخي موقع ګرځولو سره ووئيل چې مونږ ته دا وخت د بېړي صورتحال مخنيوي له اوس يو ايكشن پلان په نظر راغلے او مونږ له به په دې ايكشن پلان عملدرآمد كول وي۔داخله وزير ووئيل پاكستان د پېرس په لوظ نامه لاس ليك كړے ځكه چې زمونږ مقصدونه د ماحولياتي بدلون نړيوال كنونشن سره مطابقت لري۔داخله وزير ووئيل د دې چېلنجونو په وجه هېواد كښې د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو كښې ستونزې رامخې ته كېږي۔ده ووئيل اقتصادي پرمختګ ته پاكستان پام لرنه كوي او په دې لړ كښې حكومت ګامونه پورته كوي۔()