د صوبو ترمېنځه وړومبې قائد اعظم يوته ګېمز پاې ته ورسېدل

اسلام آباد 26 اپرېل(اے پي پي) د صوبو ترمېنځه وړومبې قائد اعظم يوته ګېمز پاې ته رسېدلي۔ په قائد اعظم يوته ګېمز كښې پنجاب په مجموعي توګه د سرو 61 ٬ د سپينو زرو 43 او د كانسۍ 32 تمغې ګټلو سره وړومبې پوزيشن ترلاسه كړې۔ دغسې د خېبرپښتونخوا لوبډلو د سرو 20 ٬ د سپينو زرو 17 او د كانسۍ 41 تمغې ګټلو سره دوېم پوزيشن ترلاسه كړې او په دريم پوزيشن د سندھ لوبډلې راغلې او ھغوي په مجموعي توګه د سرو 18 ٬ د سپينو زرو 22 او د كانسۍ 33 تمغې ګټلې دي