د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د كمېټۍ مشر جوړلو وړاندېز زما خپل ؤ

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د كمېټۍ مشر جوړلو وړاندېز زما خپل ٶ ٬دا د پيپلز ګوند اجتماعي رائے نه وه۔د نهې په ورځ په پارلمان كښې خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې ده ووئيل ميا رضا رباني د كمېټئ د مشر جوړېدو انكار نه وړاندې په ټېلي فون زما سره خبره كړې وه