د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د “ون بېلټ ون روډ” د عكسونو د نندارتون پرانسته وكړه

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په نمل پوهتنون اسلام آباد كښې د مسلمانانو د رسم او رواج عكاسي كوٶنكي ”ون بېلټ ون روډ” عكسونو د نندارتون پرانسته كړې ده ۔ د نندارتون اهتمام پاكستان كښې د عوامي جمهوريه چين سفارت او د نېنګسيا اسلام فرېنډلي كونسل د نمل پوهتنون په مرسته د جمعې په ورځ پوهنتون كښې كړے ؤ