حکومت د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ له لوظي دے ، بلوچستان د نورو صوبو برابرولو كښې به كومه بې غوري نه شي كولې، د پرمختګ لوي پروژې به د صوبې پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړي اولس مشر ممنون حسېن د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی سره ملاقات كښې خبرې

حکومت د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ له لوظي دے ، بلوچستان د نورو صوبو برابرولو كښې به كومه بې غوري نه شي كولې، د پرمختګ لوي پروژې به د صوبې پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړي
اولس مشر ممنون حسېن د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي حکومت د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ له لوظي دے ، بلوچستان د نورو صوبو برابرولو كښې به كومه بې غوري نه شي كولې، د پرمختګ لوي پروژې او په خاص توګه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه به د صوبې پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د جمعې په ورځ په ایوان صدر كښې ده سره ملاقات كړې وو۔ د بلوچستان ګورنر اولس مشر په بلوچستان كښې د مجموعی صورتحال نه خبر كړو۔ ده ووئيل صوبه كښې د امن او استحکام بحالۍ له به ټول اقدامات او هر ډول هڅې كولې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د سی پیك ترمخه د ګوادر پورټ او ګوادر هوائي ميدان جوړېږي دې سره به د بلوچستان اولس له د روزګار موخې پيدا شي او د هغوي د ژوند معیار به ښه شي۔ په دې مهال ګورنر اولس مشر صوبه كښې د بيلو پروژو پیش رفت نه خبر كړو۔(