بول چېنل لائسنس منسوخ كول د اېګزېكټ كمپنۍ معاملې سره هېڅ تعلق نشته

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي د بول چېنل لائسنس منسوخ كول د اېګزېكټ كمپنۍ چارې سره هېڅ تعلق نشته٬ د كرنيو چارو وزير د ضروري تقاضو نه ترسره كولو په سوب د كال 2013 په جولائي مياشت كښې د چېنل لائسنس منسوخ كړے ٶ٬ د بول چېنل خبريالانو له به د عدالتي عمل د لارې تنخاګانې زر وركړې شي ۔د ګل په ورځ سېنېټ كښې د سناتور تاج حېدر په تحريك بحث راغونډولو كښې ده ووئيل د بول چېنل لائسنس د اېكزېكټ كمپنۍ معاملو رامخې ته كېدو نه پس نه دې منسوخ كړے شوې بلكه حقيقت دا دې چې داخله وزارت د تقاضو نه ترسره كولو په سوب د كال 2013 په جولائي مياشت كښې د چېنل لائسنس منسوخ كړے ٶ