اولس مشر ممنون حسېن سره وزيراعظم محمد نواز شريف وليدل

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن سره وزيراعظم محمد نواز شريف ايوان صدر كښې وليدل۔د جمعې په ورځ شوې ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د توان په روانو پروژو٬د امن په وضعه٬ضرب عضب عمليات او د قامي معيشت په معاملو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې مهال اولس مشر په بېلو چارو د حكومتي پالېسو او پريكړو نه خبر كړو