اولس مشر ممنون حسېن د اټاليا د وسله والو ځواكونو چيف آف ډيفنس جنرل سټاف جنرال كلاډيو ګرازيانو ته نشان امتياز (عسكري) وركړو

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د اټاليا د وسله والو ځواكو چيف آف ډيفنس جنرل سټاف جنرال كلاډيو ګرازيانو ته نشان امتياز (عسكري) وركړې۔ په دې لړ كښې د شورو په روځ په ايوان صدر كښې خاص دستوره وشوه چې پكښې د ده ته د پاكستان او اټاليې د وسله وال پوځ ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره د ھغه د غېر معمولي خدماتو په اعتراف كښې دا اعزاز وركړې شو