په پېښور كښې د زلزلې په نتيجه كښې د 7 مېرمنو او ماشومانو پشمول 40 تنه ژوبل شوي

پېښور 26 دسمبر(اے پي پي) په پېښور كښې د زلزلې په نتيجه كښې د 7 مېرمنو او ماشومانو پشمول ل40 تنه ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د زلزلې شدت 6.9 و او مركز ئې د افغانستان په شمالي سيمه كښې و۔ په خېبر پښتونخوا كښې د پېښور پشمول په نوښار٬ ډېره اسماعيل خان٬ چارسده٬ كوهاټ٬ مردان٬ سوات٬ چترال٬ بره دير٬ كوز دير٬ لكي مرورت٬ مانسهره٬ اېبټ آباد او نورو سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ په قبائيلي سيمو كښې زلزله راغلې۔ د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون وياند جميل شاه له مخې روغتون ته ډېر ژوبل كسان راوړل شوي دي خو د درملنې نه پس كورونو ته لېږل شوي دي۔