په ميانمر كښې د مائن په چاودنه كښې درې تنه مړه او درې ژوبل شوي

ينګون 27 دسمبر(اے پي پي) په ميانمر كښې د مائن په چاودنه كښې درې تنه مړه او درې ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې پېښه د هېواد په لانجمنه چن سوے هاؤ سيمه كښې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې يو ټرك مائن سره وجنګېدو او په نتيجه كښې ئې د يوې مېرمنې پشمول درې تنه مړه او درې ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔ د خبر له مخې د پېښې په ځائ كښې يو بل مائن هم موندل شوې كوم چې شنډ كړې شوې۔