په سعودي عرب كښې په روغتون كښې د اور لګېدنې په پېښه 25 تنه مړه شول

رياض 24 دسمبر(اے پي پي) د سعودي عرب په يو روغتون كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 25 تنه مړه او 107 ژوبل شوي دي۔ د سعودي چارواكو له مخې د زيارت په ورځ په سوئيلي جيزان ښار كښې د روغتون په ودانې كښې اور ولګېدو او په نتيجه كښې ئې 25 تنه مړه او 107 ژوبل شول۔ د چارواكو له مخې د اور سبب نه دې معلوم شوے خو د دې پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔ په سعودي كښې سږ كال د اګست په مياشت كښې هم د يوې كمپنې په ودانې كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 10 تنه مړه او 259 ژوبل شوي وو۔