په اېجين سمندر كښې د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې د دريو ماشومانو پشمول 8 تنه مړه او 14 بې دركه شوي دي

انقره 24 دسمبر(اے پي پي) تركيې سره نزدې په اېجين سمندر كښې د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې د دريو ماشومانو پشمول 8 تنه مړه او 14 بې دركه شوي دي۔ د مېډيا له مخې دا پېښه د زيارت په سهار هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د يونان لېس باس جزيرې ته تلونكې كشتې د سمندر چپو سره مخ شوه او ډوبه شوه۔ په پېښه كښې د بې دركه كسانو لټون لپاره هڅې روانې دي۔