وزیراعظم محمد نواز شریف د عید میلاد النبي ۖ په موقع پېغام

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف اتفاق ٬ اتحاد او مشاورت د ټولو بقاء او سرلوړي ګرځولو سره وئيلي دې اسلام كښې د مسئلو حل د افهام او تفيهم د لارې په خبرو د هولرولو تلقين شوے او د رسول ۖ سنت نه هم مونږ له دا سبق راكوي٬د محمد ۖ سره د مينې تر ټولو لويه تقاضا دا ده چې مونږ خپل مينځ كښې لرونكې سيمه ايز٬ مسلكې او سياسي اختلافات د روغې جوړې لائحه عمل په رڼا كښې حل كړو۔وزيراعظم دا خبرې د عید میلاد النبی ۖ په موقع خپل پېغام كښې كړې كوم چې به (نن) د زيارت په ورځ په عقيدت او احترام لمانځلې شي ۔ وزیراعظم د محم ۖ د زېږدنې ورځ په موقع د ټول هېواد او نړۍ مسلمانانو له مباركي وركولو سره ووئيل مونږ د لوي څښتن شكر كوٶ چې ھغه مونږ ته د نبي آخرزمان د امتي كېدو شرف رابخښلے۔ده ووئيل اللہ تعالیٰ مونږ ته د خپل خوږ نبي ۖ د لارې خپل خوږ دين راكړے٬ اسلام د رحمت دين دے٬ لوې څښتن د انسان او انساني فطرت خالق دے ٬ ده ووئېل لوي څښتن د خپلو بنديګانو بهترۍ او لارښودنې له د حضرت محمد مصطفٰې صلي الله عليه واله وسلم آفاقی شخصیت ټولو جهانونو له رحمت ګرځولے۔ وزیراعظم ووئيل مونږ الحمد للہ مسلمانان يو٬ اللہ او د ھغه د رسول مينه زمونږ د ژوند تر ټولو لويه سرمايه ده۔ وزیراعظم دعا و كړه چې لوي څښتن زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ ته د محمد ۖ شفاعت رانصيب كړې او پاكستان كښې امن راشي۔