مسيحي ټولنه به ﴿نن﴾ د كرسمس تهوار په روايتي جوش او جذبه لمانځي

اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د ټولې نړۍ پشان په پاكستان كښې مېشته مسيحي ټولنه به ﴿نن﴾ د دسمبر په 25مه نېټه د كرسمس تهوار په روايتي جوش او جذبه لمانځي۔ په كليساګانو او د مسيحي ټولنې پھ مېشت ځايونو كښې به خاص عبادات كولې شي او د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به د دعاګانو دستورې كولې شي۔ پاسټرز به د حضرت عيسٰيؑ

په تعليماتو رڼا اچوي۔ په دې موقع د مسيحي ټولنې غړي نوې جامې اغوندي او سهار وختي د عبادت ځايونو ته ځي۔ په دې موقع د دعاګانو دستورې كېږي٬ يو بل ته د كرسمس مباركي وركولې شي۔