قائداعظم محمد علی جناح د خپلو هلو ځلو په مهال د قانون لمن د لاس نه وه وركړې ۔ د اولس مشر ممنون حسېن د قائد سالګرې دستورو په لړ كښې د عكسونو نندارتون دستورې ته وېنا

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي قائداعظم محمد علی جناح د خپلو هلو ځلو په مهال د قانون لمن د لاس نه وه وركړې٬ د قانون په طاقت مخالفينو ته ماتې وركړے كېدې شي ٬ پاك سياست د ھغه لوې طاقت ٶ٬ ځوانان بايد د ھغه د كردار نه لارښودنه ترلاسه كړي ۔اولس مشر د شورو په ورځ د قائد سالګرې دستورو په لړ كښې په ايوان صدر كښې د عكسونو نندارتون دستورې ته وېنا كوله۔ده ووئيل ژوندي قامونه د خپلو مشرانو د افكارو ژوندو ساتلو له هڅې كوي او هم دا وجه ده چې د قائداعظم د زېږدنې جشن په لړ كښې د دستورو په مناسبت د قائد د عكسونو٬ پېنټنګز ٬دستاوېزات او د ھغه په حقله د ليكلې شويو كتابونو نندارتون مونږ ته او په خاص توګه ځوانانو ته دا ښودنه كوي چې زمونږ مشران څنګه ٶ او د ھغوې د كار انداز څنګه ٶ او ھغوې د كومو ستونزو سره د مخ كېدو باوجود پاكستان جوړېده ممكن كړې وٶ۔ده ووئيل ځوانان دې په اوسني حكومت باور وكړي او د پرمختګ په عمل كښې دې دحكومت ملګرتيا وكړې ۔ده ووئيل د حكومت پېل كړې شوې پروژې په خاص توګه پاك چين اقتصادي لاره بشپړېدو سره به هېواد پرمختګ وكړي٬ نوي كارخانې به ولګولې شي او د روزګار موقعې به راپېدا شي۔اولس مشر د پاك چين اقتصادي لارې پروژه د روانې پېړۍ يادګار وګرځولو ٬ده ووئيل دې پروژې سره به د هېواد تقدير بدل شي۔ده ووئيل د توان یروژو بشپړېدو سره به تر كال 2018 د برېښنا لوډشېډنګ ختم كړے شي۔اولس مشر په ځوانانو زور رواړو چې ھغوي د بدعنوانۍ په صد جهاد كښې شامل شي دغسې چې د دې لعنت خاتمه وكړې شي ۔ده د انجونو په تعليم خاص زور رواړلو سره ووئيل د ودانۍ نيمه برخه په مېرمنو مشتمله ده كه چرته دوي هم په فعاله ورك فورس كښې شامل كړې شي نو د هېواد پرمختګ به ګړندې شي ۔په دې موقع د كابينه ډويژن سېكتر راجه حسن عباس د قائداعظم عكسونه ، دستاویزات او د ھغه په حقله د ليكلي شويو كتابونو د نندارتون په اړه ګډون كوٶنكي خبره كړه ۔دې څخه ورستو اولس مشر د نندارتون په باضابطه توګه پرانسته او د قائد ناوياته عكسونه ٬دستاوېزات او خطونو په لړ كښې د ليكلي شويو كتابونو مشاهده هم وكړه۔۔