سېنېټ كښې ملکه ترنم نورجهان ته پېروزنه وړاندې كولو له قرارداد منظور كړې شو

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ كښې ملکه ترنم نورجهان ته پېروزنه وړاندې كولو له قرارداد منظور كړې شوې۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سناتورانو مشاهد حسېن سید‘نعمان وزیر‘ا لیاس احمد بلور‘ طاهر حسېن مشهدي‘ سعید غني‘اقبال ظفر جھګړا او مشاهد اللہ خان په شريكه دا قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې دا ايوان ملكه تريم نورجهان ته د په 15مه كليزه پېروزنې وړاندې كوي٬ ارواښاده د نيمې وچې عظیمه سندرغاړې وه۔ ايوان حكومت څخه غوښتنه كوي د ملكه ترنم په ياد كښې دې هېواد كښې موسيقۍ لپاره ملكه ترنم نېشنل اكېډمي جوړه كړې دغسې چې ځوانانو ته د ملكه ترنم د شخصيت د بېلا بېلو اړخو په اړه د پوهېدو موقع په لاس ورشي او د ھغې پېروي وكړې شي۔ ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔