سندھ كښې رېنجرز ته د واك ترلاسه كېدو نه پس د كراچۍ وضعه كښې پياوړې ښه والې راغلې ۔سناتور نعمان وزیر

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ كښې د تحريك انصاف پارلماني لارښود سناتور نعمان وزیر وئيلي سندھ كښې رېنجرز ته د واك ترلاسه كېدو نه پس د كراچۍ وضعه كښې پياوړې ښه والې رامخې ته شوې ٬ پیپلز ګوند يو كس بچو كولو له ستونزې پېدا كوي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل د سندھ په اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو ته په دې معامله د خبرو موقع نه ده وركړې شوې ۔ده ووئيل كراچۍ كښې سوداګرو هم وئيلي دې كه چرې رېنجرز څخه واك بېرته واخستې شو نو د ښار امن به تباه شي۔ده ووئيل رېنجرز سره اختيارات وي نو كراچۍ كښې امن په ځائ پاتے كېدې شي۔